IQNA

د پاکستان په پيښور کې په پښتو د ژباړل شوي قرآن مخ کتنه وشوه

15:45 - October 27, 2021
د خبر لمبر: 3484861
تهران (ایکنا) – د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې په پيښور کې په پښتو ژبه د قرآن کریم ترجمه شوي دوې نسخې  په پيښور کې د خانه فرهنګ په همت سره په امام خمینی هال کې  په یولړ دستورو کې نندارې ته وړاندې شوې .

ایکنا خبری اژانس راپور راکړ، د پاکستان په پیښور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د دکلتوري خونې مشر مهران سکندریان  له ایکنا سره په  یولړ څرګندونو کې ووئیل ،  د قرآن کریم  ددغو ژباړو  د امت وحدت ، د نبوّت میراث په نامې سره په  سیمنار کې چې د اسلام د ګران پیغمبر (ص) دنیکمرغه زوکړې  په مناسبت   په دغه مرکز کې ترسره شو ،مخ کتنه وشوه .

هغه ووئیل ،  په دغو کې  د یوه قرآن ترجمه ، د حاجی سید حعفرحسین شاه   د منظومې  ترجمې دوهم چاپ  دی چې  کابو سل کاله مخکې ژباړل شوی دی او دوهمه ترجمه هم په پښتو ژبې سره د شیعیانو په عقیده د لومړنۍ ترجمې په توګه  د محمد رحیم دراني  په لاس شوې وه او د هغه په شتون سره  ئې مخ کتنه وشوه .

 د محمد رحیم دراني په وینا، دغې ژباړې  اته کاله وخت واخست او د کار د پیلولو لپاره ئې په پښتو ژبه د قرآن کابو دیرش ترجمو باندې کرکتنه کړې  او دهغو په اساس ئې یوه قماله لیکلې ده . په دغې مقالې کې د قرآن کریم په پخوانیو لسو ترجمو کرکته او ارزونه  شوي او د نوي ترجمې ضرورت   لازم شوی دی .

ددغه راپور په اساس ، د : امت وحدت، دنبوّت میراث نومې  سیمنار ، په پیښور کې د ایران دسرکنسول  او د  پاکستان د البصیره  څيړنیزې موسیسې دمشر په شتون سره ترسره شو  او دغه په دغه سیمنار کې  شیعه او سني عالمانو ،پوهنتونوالو ،  د منهاج القران  نړیوالې موسیسې میرمنو، ادبی او مدني شخصیتونو  پکې شتون درلود او دغه راز یو شمیر شخصیتونو پکې ویناوې هم وکړې  .

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4008211

captcha